د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي د اکتوبر په ۲۵مه نېټه له اوکرایني رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې په راتلونکي نومبر کې به د اوکراین، امریکا او روسیې ترمنځ درې اړخیزه غونډه وشي، چې پکې به د انرژۍ پر تاسیساتو د متقابلو بریدونو د درولو په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وشي.
نوموړي په ټینګار ويلي، چې د سولې تړون کې به د اوکراین د بې طرفۍ او یا هم د دغه هېواد د پوځ د شمېر او کچې محدودولو په اړه کوم شرطونه موجود نه وي.
د اوکراین «ټي سي اېچ» ټلوېزیون پر خپلې وېبپاڼې په يوه راپور کې ويلي، چې په دغو درې اړخیزو خبرو کې به د انرژۍ پر تاسیساتو د متقابلو بریدونو د درولو، په تور سمندرګي کې د اوربند، د غلو دانو د صادراتو د بیا پیل او د بندیانو د تبادلې د راتلونکي پړاو په اړه خبرې وشي.
هغه د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو درول د روسیې لپاره د ازموينې یو ”سیګنال“ ياد کړی، چې ایا مسکو په رښتیا هم جګړه درول غواړي او که نه؟































