د جاپان د ټلوېزیوني شبکې «ټيبياېس» مشر ماسامینه ريوهو د اکتوبر په ۲۸مې نېټې د جاپاني سریال ویوانټ « VIVANT » د دویم پړاو پر ضد د نیوکو په غبرګون کې ویلي، چې دغه سریال یوه بشپړه خیالي تفریحي ډرامه ده او موخه یې د کوم ځانګړي هېواد سپکاوی یا د هغه د خلکو د احساساتو زیانمنول نه دي.
خو د نوموړي دغو څرګندونو د کور او بهر ډېرې زیاتې نیوکې راپارولې دي. ګڼو انټرنیټ کاروونکو ویلي، چې په سریال کې په ښکاره د چین هېواد نوم اخیستل کېږي او هغه د دښمن په توګه انځورېږي؛ نو د ماسامینه ریوهو هغه ادعا چې سریال کوم ځانګړی هېواد نه په نښه کوي، یوه بې مانا پلمه ده. ځینو یې هم ویلي، چې جاپان په تېره پېړۍ کې پر چین تېري کړي او ګڼ شمېر چینایان یې وژلي دي، ولې ټي بي ایس ټلویزیون اوس دغه شان سریال د جوړولو اجازه لري؟ باید د سریال ننداره سمدلاسه پای ته ورسوي.
دا معلومه ده چې د جاپان میلتاریزم د دوهمې نړیوالې جګړې په موده کې پر چین سخت تېري کړي او په چین کې یې د انسان ضد یو لړ زورواکې کړنې ترسره کړې وې. خو په دغه سریال کې نه یوازې «چین د پټ استخباراتي سازمان» تش په نوم څانګه جوړه شوې، بلکې هغه ظالمانه شکنجې چې پخوانیو جاپاني یرغلګرو پر چینایانو کړې وې، لکه ګوتې پرې کول، ګېډې وهل او نور، پر چینایانو یې نښلی چې د قربانیانو او ځوروونکو ترمنځ تاریخي روایت یې نسکور کړی دی. دا خیالي نه ده، بلکې پر نورو جرمونه نښلول دي.
د دې سریال په لومړي پړاو کې یوه خیالي بارکه جمهوریت جوړ شوی، خو په دوهم پړاو کې یې په مسقیمه توګه چین یاد کړی او دغه کړنه یې پر چین د بېځایه تور لګولو او لمسوونکی عمل ګڼل کېږي. دا د سریال اړتیا نه ده، خو د چین په اړه پېژندنه کې د ګډوډۍ رامنځته کېدو لپاره د جاپان د ښي اړخو سیاسیونو بې شرمه عملیات دي، ترې د دوی دغه موخه ښکاره شوې چې غواړي د کلتوري تولیداتو په وسیله د چین بڼه بدرنګه کړي او د چین په اړه دښمنانه احساسات پراخ کړي.
د جاپان ټي بي ایس که څه هم یو ملکي سوداګریز ټلویزیون دی، خو په حقیقت کې یې د جاپاني حکومت له بهرنۍ ستراتيژۍ سره ژور تړاو دی. د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د بودیجې له مخې، دغه هېواد له ۲۰۱۵ راهیسې بهر ته د ستراتيژیکو مالوماتو د خپرېدو په نوم پروژې لپاره ۵۶ میلیارده جاپاني ینه لګولې او د عامو افکارو له لارې یې پر چین تورونه لګولي او لګوي یې. د ټي بي ایس د دې سریال تر شا د تولید او خپرېدو یوه ترتیب او پانګول شوې منظمه کرښه موجوده ده.
د جاپان ښي اړخي سیاسیون پر چین د پېژندنې جګړه راپارولې، د تاریخ د تعدیل مفکوره یې هڅولې، د دوی اصلي موخه دا ده چې د بیا پوځیتوب کېدو لپاره لاره هواره کړي او د نوي ډول میلتاریزم د پرمخ بېولو لپاره زمینه برابره کړي. جاپان په سږني دفاعي سپین کتاب کې چین تر ټولو ستراتيژیکه ننګونه بولي، د مسلسلو ۱۴ کلونو لپاره یې خپلې دفاعي بودیجې زیاتې کړې، د ۲۰۲۶ مالي کال لپاره دفاعي بودیجه یې له ۹ ټریلیونو جاپاني ینو اوښتې ده، د زرو کیلومترو ویشتونکي واتڼ لرونکې توغندي یې ځای پر ځای کړي، د جاپان له دغو کړنو څخه ښکاري چې د دې هېواد نوي ډول میلتاریزم د چین پر وړاندې د پېژندنې له جګړې سره همکارۍ کړې، تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته یې پر نړیوال نظام پر له پسې چلنجونه کړي او د سیمې او نړۍ سولې او ثبات ته ډېر ګواښوي.
تاریخ نه بدلېږي، تر نړیوالې جګړې وروسته نوی نړیوال نظام نه چلنج کېږي. د جاپان د ټي بي ایس ټلویزیون اوس باید د خپلو تېروتنو د پټولو لپاره په بله ژبه دفاعي خبرې ونه کړي، بلکې تاریخ سم وګوري او خپلې تېروتنې سمې کړي، د اړوند سریال خپرول دې سمدلاسه پای ته ورسوي او له چینایانو څخه دې بښنه وغواړي.
تاریخ دا تايیده کړې چې د تېري او یرغل جرمونو ته د بېګناه انځور د ورکولو او د تاریخي یادښت د بدلولو په موخه هر ډول عمل به خامخا ناکام شي.































