د جاپان سناريو کمپنۍ (Sanrio Company) له جاپاني ویوانټ « Vivant» سریال سره همکارۍ لغوه کړي او ويلي يې دي، چې په دغه سريال کې د چينايي رول تصوير خلک په غوسه کړي او کلک مخالفت يې ورسره څرګند کړی دی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګو جيا کون د اکتوبر په ۲۹مې نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې دغه ټلويزيوني سريال دا په ډاګه کوي، چې په جاپان کې يوه ځانګړې ډله د کولتوري توليداتو له لارې پر چين د بې بنسټه او بې ځايه تورونو د لګولو او د چين ضد د دوښمنۍ احساس د را پارولو لپاره هڅې کوي.
نوموړي له نړيوالې ټولنې او د جاپان له پوهو او بصیرت لرونکو شخصیتونو څخه غوښتي، چې د يادې ډلې پر وړاندې وېښ او بيدار واوسي.































