د اروپا د مرکزي بانک مشرې کریسټین لاګارډ په دې وروستيو کې د چين مېډيا ګروپ له خبریال سره ځانګړې مرکه وکړه.
لاګارډ په دې مرکه کې ويلي، چې د منځني ختیځ کړکېچ او د روسیې او اوکراین شخړې د سوداګرۍ نړيوال چاپېريال ته پېچلتیا ورزیاته کړې، مګر نړیوال اقتصاد د تمې څخه ډېر انعطاف پذیره ښودلې ده. د دې پس منظر په وړاندې، د چین او اروپايي ټولنې تر منځ سوداګریزو مشورو کې مثبت پرمختګ رامنځته شوی، دواړه خواوې د بریښنایي موټرو او مصنوعي ځيرکتيا په څېر برخو کې ابتدايي موافقو ته رسېدلي دي.
نوموړې ټینګار وکړ چې چین او اروپا نژدې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري، د دوه اړخيزو همکاريو پیاوړتیا به نه یوازې د دواړو اړخونو پرمختګ ته ګټه ورسوي، بلکې د نړیوالې اقتصادي ودې سره به هم مرسته وکړي.































