د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر په پنځمه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې روسیه او اوکراين به د روان کړکېچ د هواري لپاره ډېر ژر يوه تړون ته ورسېږي.
نوموړي ويلي، د روسیې او اوکراين ترمنځ کېدونکی تړون به يوازې په اوکراین پورې محدود نه وي، بلکې په ټولې اروپا پورې به اړه ولري.
ټرمپ دا هم ویلي، چې هغه په سپينه ماڼۍ کې د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين له ځانګړي استازي کیریل دیمیتریف سره لیدلي، خو د اوکراین له استازي سره یې لیدنه نه ده کړې.
ټرمپ له دیمیتریف سره د خبرو په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.































