د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۸مه نېټه ۱۱۰ استراليايي محصلينو ته ځوابي پيغام لېږلی او هغوی يې هڅولي، چې د چين او استراليا د دوستۍ په پراختيا کې خپل فعال ګډون ته دوام ورکړي.
رئيس شي په پیغام کې ويلي، چې استراليايي محصلينو ” د چين او استراليا د ډرنګن کښتۍ د دوستۍ سيالۍ ” کې د ګډون لپاره چين ته سفر کړی و او له چيني محصلينو سره يې د سیالۍ په ترڅ کې ژوره دوستي جوړه کړې ده.
نوموړي ويلي، د چين او استراليا ترمنځ دوستانه تبادلې اوږد تاريخ لري او د دوه اړخيزو اړيکو راتلونکی يې د دواړو هېوادونو په ځوانانو پسې تړلی دی.
شي جين پينګ هيله ښودلې، چې استراليايي ځوانان به د چين او استراليا د دوستۍ د هڅولو په برخه کې خپل فعال ګډون ته دوام ورکړي، څو د دوستۍ رڼاوې يې نسل په نسل خپرې شي.
د استراليا د سيډني پوهنتون او څو نورو پوهنتونونو ۱۱۰ محصلين په دې وروستيو کې رئيس شي جين پينګ او د استراليا صدراعظم انتوني البانيز ته يو ليک لېږلی و.
دوی په دغه لیک کې په چين کې له چيني محصلينو سره د ليدنې او نظر تبدلو په اړه خپلې تجربې بیان کړې دي.































