د منځني ختيځ لپاره د چين د حکومت ځانګړی استازی جای جون د نومبر په ۸مه نېټه تهران ته تللی او هلته یې د ايران د ملي امنيت عالي شورا له مرستيال سکرتر علي باقري، د خارجه وزارت دايمي مرستيال مجيد تخت راونچي او د خارجه وزير مرستيال او د فارس خليج ادارې مشر علي بېک سره لیدلي دي. دواړو خواوو د دوه اړخيزو اړيکو او سيمه ييزو حالاتو په اړه د نظريو ډاګيزې تبادلې کړې دي.
د جای جون دغه سفر د روان نومبر په پيل کې د چين د خارجه وزارت لخوا له خپاره شويو لړيزو ډيپلوماتيکو فعاليتونو څخه يو دی.
د چين د خارجه وزارت وياندې ماو نينګ د نومبر په ۲مه نېټه ويلي وو، چې وزارت به يې د روانې مياشتې په لومړۍ او دوهمې لسيزې کې لوېديځې اسيا او شمالي افريقا ته درې ځانګړي استازي ولېږي: ښاغلی جای جون به ايران، عمان او سعودي عربستان ته سفرونه وکړي؛ ښاغلی ليو شيان فا به اتوپيا، جيبوتي او مصر ته ولاړ شي او ښاغلی هو چانګچون به له ايترې څخه ليدنه وکړي.
دا په ايران کې د جګړې د پيل له څه باندې اتو مياشتو راهيسې د چين د لوړ پوړي چارواکي لومړی ځل دی چې دغه هېواد ته سفر کوي. ايران لا هم د جګړې په حال کې دی. چين د سولې د هڅولو نيت لري او په داسې حساس حال کې يې خپل لوړ پوړی چارواکی ایران ته لېږلی دی.
د چين د خارجه وزارت وياندې ماو نينګ د يادو دريو ځانګړو استازو د سفرونو موخه ”د سوله ييزو خبرو هڅونه او د سيمه ييزو حالاتو ارامول“ بللې ده.
د امريکا، ايران او اسرائيل اړيکې تر لنډمهاله سړښت وروسته په دې وروستيو کې بيا ترينګلې شوې دي.
راپورونه وايي، د امريکا او اسرائيل ځواکونو پر ايران د نوي پړاو بريد لايحه جوړه کړې ده. تهران یې په غبرګون کې ويلي چې هېواد به يې خپل جنګي توان پياوړی کړي. په عين وخت کې واشينګټن په نورو برخو کې هم پر ايران ډېر زيات فشارونه اچولي دي. د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، د ”ایرن ګېټ (Iron Gate)“ ځانګړی ځواک چمتو دی چې د سمندري بنديز په ملتيا د ايران تدرکاتي کرښه پرې کړي.
د ايران د اسلامي انقلابي ګارډ وياند حسین محبي د ډونالډ ټرمپ د يادو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې هېواد يې په غير متوازنې جګړې کې پر دښمنانو د بريد پوره وړتيا لري.
ایران له امريکا سره د خبرو لپاره پر ۷ غوښتنو ټينګار لري او د امريکا خارجه وزير مارکو روبيو بیا د ايران غوښتنې ”بې بنسټه او عجيبې“ بللې دي.
د دې تر څنګ په منځني ختیځ کې پر غزې تړانګې هوايي بمبارۍ لاهم روانې دي، د لبنان پر جنوبي برخې بريدونه دوام لري او د حوثيانو او سعودي ترمنځ شخړه هم سخته شوې ده.
چين د يوه مسؤلانه لوی هېواد په توګه په همدغسې حال کې يادو سیمو ته درې ځانګړي استازي لېږلي او موخه يې دا ده، چې ښکېلې خواوې د خبرو مېز ته کېنوي. د چين لړيز ډيپلوماتيک فعاليتونه د ځينو هېوادونو له چلندونو سره څرګند توپير لري.
له بلې خوا، د منځني ختيځ او افريقا ځيني هېوادونه هم جنګي اور ته لمنې وهي او مستقيمه لاسوهنه پکې کوي او ګډوډۍ جوړوي. خو چين بیا همېشه د سوله ييزو خبرو د هڅولو او د سيمه ييزو حالاتو د ارامولو هڅې کوي.
په په اوسنۍ نړۍ کې ځيني هېوادونه لا هم د کړکېچونو د حل لپاره د ”چاقو برابرولو“ عادتونه کوي.
چين د منځګړيتوب او د سولې او پخلاینې په هڅو ټينګار کوي. په اصل کې دا په دې مانا ده، کله چې مختلفې خواوې لا هم د تليفوني خبرو نيت لري، چين بيا زنګ وهي او تر هغه وخت مخکې چې د خبرو مېز ويجاړ شي، څوکۍ ورته چمتو کوي.































