د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د نومبر په ۲۱مه نېټه په کیف کې د بریتانیا د دفاع له وزیر ویس سټریټینګ سره ولیدل. دواړو خواوو په عمده توګه د اوکراین د هوايي دفاعي توان د پياوړتیا، د پیټریوټ هوايي دفاع سیسټم کې کارول شوي د مداخلې توغندیو د برابرولو، د وسلو د ګډو تولیدولو او د اوږد واټن برید توان په اړه بحث وکړ.
دواړو خواوو موافقه وکړه چې د وسلو د ګدو تولیدولو او د اوږد واټن برید توان د پیاوړتیا په برخو کې د ژورې همکارۍ لپاره ځای شتون لري.
سربېره پردې، زیلینسکي وویل چې بریتانیا له ۵۰۰ میلیونو پونډو څخه ډېر د دفاعي او بشري مرستو یوه نوې ډله چمتو کوي.































