د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) وايي، چې په تېرو ۳ کلونو کې څه باندې ۶.۵ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې نږدې درې میلیونه یې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې بېرته راغلي دي. دغه بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د راستنو شویو کسانو له امله د افغانستان نفوس څه باندې ۱۰ سلنه زیات شوی او پر کورونو، کاري فرصتونو او عامه خدمتونو یې فشار راوستی دی. د راپور له مخې، د راستنو شویو کسانو په ډله کې ښځې او نجونې د ملاتړ غوښتونکو نیمايي او ماشومان نږدې ۸۲ سلنه جوړوي. دغه سازمان ویلي، چې ښځې او نجونې تر هر څه وړاندې سرپناه ته اړتیا لري او نغدي مرستې، زدهکړې، کاري فرصتونه او ملاتړي خدمتونه یې له مهمو اړتیاوو څخه دي.































