په ترکیه کې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو کاپ۳۱ غونډه د یکشنبې په ورځ د ګډونوالو هېوادونو ترمنځ د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې د مبارزې د څرنګوالي په اړه د اختلافونو له امله، له سیاسي هوکړې پرته پای ته ورسېده. دغه غونډه د نومبر په نهمه پیل شوې وه او ټاکل شوې وه چې د همدې میاشتې په ۲۰مه پای ته ورسېږي، خو د ګډونوالو ترمنځ د اختلافونو له امله دوه ورځې نوره هم وغځېده. د غونډې یو شمېر ګډونوالو د خبرو اترو د نه بریالیتوب یو لامل د امریکا د پلاوي نه ګډون بللی دی.































