د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتي چې د افغانستان د تاریخي او کلتوري میراثونو د ساتنې او بیارغونې ترڅنګ، د موزیمونو، هوټلونو او ګرځندوی د نورو اړینو بنسټونو په جوړولو او پراختیا کې پانګونه وکړي. دغه معاونیت په یوه خبرپاڼه کې د ګرځندویانو لپاره د اسانتیاوو برابرول، د ملي پارکونو جوړول او د هېواد د طبیعي جاذبو پراختیا هم د پانګونې له مهمو فرصتونو څخه بللي دي. د اقتصادي معاونیت په وینا، افغانستان د لرغونو تاریخي اثارو، بډایه کلتوري تنوع او بېلابېلو طبیعي جاذبو په لرلو سره د ګرځندوی په برخه کې د پانګونې پراخ ظرفیت لري.































