د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس ملا عبدالله حاجي بشیر، ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ملي سټنډرډ ادارې له رییسې فرزانه انصاري او یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د معیاري کولو، د کیفیت د تصدیقلیکونو او وزنونو او پیمانو په برخو کې د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. همداراز، د برېښنايي وسایلو، لېټیمي بېټریو، اوسپنیزو بیمونو او نورو صنعتي او سوداګریزو توکو د تخنیکي او کیفي معیارونو په اړه بحث شوی دی. د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې په وینا، په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو ترمنځ د همکاریو د تفاهملیک وروستۍ مسوده هم ارزول شوې او د لاسلیک لپاره یې پر چمتووالي خبرې شوې دي.































