د چین په شن جن ښار کې د ایپېک د مشرانو غیررسمي غونډې د نړیوالو ډېره پاملرنه راجلب کړې ده. په دغه غونډه کې یو لړ لاسته راوړنې ترلاسه شوي، چې پکې د ۲۰۲۶م کال د ایپېک د مشرانو اعلامیه تصویب شوې، «د ۲۰۲۶م کال د ایپېک د مشرانو د شن جن لرليد» رامنځته شوی او د سوداګرۍ، پیوستون او نوښت په برخو کې د پايلې ۳ سندونه خپاره شوي دي. دا د دې څرګندويي کوي چې د اسیا او ارام سمندر اقتصادي همکارۍ لا لوړې کچې ته رسېدلې دي.
اسیا او ارام سمندر سیمه د نړۍ په پرمختګ کې کلیدي رول لوبوي او د دې سیمې حیرانوونکي بریالیتوبونه د ورخلاصون او همکارۍ له لارې ترلاسه کېږي. په یاده غونډه کې «د شن جن لرليد» رامنځته شوی، چې له مخې یې بېلابېلې خواوې غواړي د خپلمنځي توپیرونو په کمولو سره د ایپېک اصلي موخه پوره کړي او د اسیا او ارام سمندر د ګډې ټولنې د جوړولو عملي چارې نوې مرحلې ته ورسوي.
چین غواړي په شن جن ښار کې د دې غونډې په اتکا له بېلابېلو اقتصادونو سره یو ځای د اسیا او ارام سمندر د ګډې ټولنې د موخو د پوره کولو لپاره ټینګ ګامونه پورته کړي او د نړۍ د سولې او ودې لپاره لا زیات خدمتونه ترسره کړي.
د چین دولت رئیس شي جین پینګ د ایپېک د مشرانو په ۳۳مه غیر رسمي غونډه کې مهمې وینا د ګډونوالو فعال غبرګون راپارولی او د نړیوالې ټولنې پراخې موافقې يې ترلاسه کړې دي.
د ایپېک سازمان له جوړېدو څه باندې ۳۰ کاله وروسته، د اسیا-ارام سمندر سیمې بڼه بدله شوې او چټک اقتصادي پرمختګ یې د اسیا او ارام سمندر یو حیرانوونکی بریالیتوب ګڼل کېږي. ایپېک په ۲۰۲۰م کال کې د ”پوتراجایا لرليد“ ټاکلی، چې له مخې یې باید تر ۲۰۴۰م کال پورې د اسیا-ارام سمندر ګډه ټولنه جوړه شي. اوس د دغې موخې د عملي کېدو لپاره یوازې څوارلس کاله پاتې دي او د اسیا او ارام سمندر سیمه له نویو ننګونو او فرصتونو سره مخ ده. یوه خوا، په نړۍ کې سل کلن بدلونونه چټک روان دي، نړیوال وضعیت ډېر پېچلی شوی او د سوداګریز محدودیت پالنې (پروټېکشنیزم) او یواړخیزم پر له پسې سر راپورته کوي؛ بله خوا، د تخنیکي نوښت او صنعتي ابتکار نوې څپې هم رامنځته شوي، چې د مصنوعي ځيرکتیا، کوانټوم ټکنالوژۍ او پاکې انرژۍ په شمول عصري ټکنالوژیو نړیوالو صنعتي چارو ته ژور بدلون ورکړی دی.
په نوي وضعیت کې باید د اسیا او ارام سمندر سیمه څه ډول ګډه ټولنه وي او څنګه جوړه شي؟ څنګه د اسیا- ارام سمندر نوي بریالیتوبونه ترلاسه شي؟
د اسیا او ارام سمندر لویه کورنۍ باید په دې اړه نوې موافقې رامنځته کړي او څرګند ځواب ورته ومومي.
د اسیا او ارام سمندر سیمه د چین کور دی او چین د دې سیمې د اقتصادي همکارۍ لارښوونکی، هڅوونکی او مخکښ عملي کوونکی دی. د چین دولت رئیس شي جین پینګ د نوې زمانې د موضوعاتو پر وړاندې دا نوښت مطرح کړی، چې د اسیا او ارام سمندر یوه ګډ کوښښ کوونکې، پرانیستې او پیوستې، نوښتګره او ابتکاري او ټولشموله پرمختګ لرونکې ګډه ټولنه جوړه شي. هغه ویلي، چین غواړي له مختلفو خواوو سره په ګډه د اسیا- ارام سمندر د ګډې ټولنې ”څلور تیرونه او اته ستنې“ جوړې کړي. څلور تیرونه یعنې اقتصاد او سوداګري، پیوستون، نوښت او پرمختګ او اته ستنې یعنې د اسیا او ارام سمندر د ازادې سوداګرۍ سیمه، د تاسیساتو پیوستون، د مقرراتو او معیارونو همغږي، د خلکو ترمنځ تفاهم، ډیجیټلي اقتصاد، نوې ټکنالوژي، د وړتیاوو لوړول او دوامدار پرمختګ.
دا برخې یو له بل سره په همغږۍ اغېزمنې همکارۍ کوي او په دې توګه د اسیا- ارام سمندر سيمې د ګډې ټولنې عمومي چوکاټ جوړوي.
د روسیې د فدراسيون د مالیې او اقتصاد پوهنتون د نړیوالو اقتصادي اړیکو د پوهنځي مشر سلیزنېوف په دې باور دی، چې د رئیس شي جين پينګ وینا د سیمې د بېلابېلو اقتصادونو د اقتصادي او سوداګریزې پراختیا او د خلکو د هوساینې لپاره یو مشخص چوکاټ ټاکلی او یو روښانه لرليد یې انځور کړی دی.
ورخلاصون او همکاري د اسیا- ارام سمندر سیمې د پراختیا او سمسورتیا ضروري لار ده. د دې سیمې د پرانیستې همکارۍ د پرمخبېولو لپاره، چین نه یوازې وړاندیزونه او لیدلوري لري، بلکې عملي ګامونه یې هم اخیستي دي. بېجینګ د یادې غونډې په ترڅ کې د اسیا- ارام سمندر سيمې همکارۍ د ملاتړ لپاره خپل تازه اقدامات اعلان کړل، لکه: د ایپېک د اغېزمنې همکارۍ لپاره به مالي مرستې برابرې کړي، په شن جن ښار کې به د اسیا- ارام سمندر سيمې ګډې ټولنې د څېړنې مرکز جوړ کړي او د ډیجیټلي ټکنالوژۍ، د معلوماتو د نړیوالې همکارۍ، پاکې انرژۍ او د کوچنیو او منځنیو تصدیو د پراختیا په برخو کې به د همکاریو ادارې رامنځته کړي.
د کوریا جمهوریت د «هیرالډ» ورځپاڼې په شمول ځینې نړیوالې رسنۍ په دې باور دي، چې له دغو اقداماتو څخه د سیمه ییز یوځایښت، ټکنالوژیکي نوښت او زرغونې ودې د پیاوړتیا په اړه د چین روښانه اراده ښکاره شوې ده.
اسیا او ارام سمندر سیمه د نړۍ په پرمختګ کې کلیدي رول لوبوي او د دې سیمې حیرانوونکي بریالیتوبونه د ورخلاصون او همکارۍ له لارې ترلاسه کېږي. په یاده غونډه کې «د شن جن لرليد» رامنځته شوی، چې له مخې یې بېلابېلې خواوې غواړي د خپلمنځي توپیرونو په کمولو سره د ایپېک اصلي موخه پوره کړي او د اسیا او ارام سمندر د ګډې ټولنې د جوړولو عملي چارې نوې مرحلې ته ورسوي.
چین غواړي په شن جن ښار کې د دې غونډې په اتکا له بېلابېلو اقتصادونو سره یو ځای د اسیا او ارام سمندر د ګډې ټولنې د موخو د پوره کولو لپاره ټینګ ګامونه پورته کړي او د نړۍ د سولې او ودې لپاره لا زیات خدمتونه ترسره کړي.































