په افغانستان کې د روانې تګلارې او ستراتيژۍ تعقیب د امریکا او امریکایانو په زیان دی. دې هېل نشریه په یوه مطلب کې لیکي د افغانستان هېره شوې جګړه اوولس کلنه شوه، خو لا هم په دغه هېواد کې روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی. دې هېل لیکي امریکا په افغانستان کې خپله هېڅ تلګلاره بریالۍ نه شوی کړی او هرې یوې یې د زرګونو افغانانو په ګډون امریکایي عسکرو ته هم مرګ ژوبله واړوله. په مطلب کې وړاندې راځي چې د ټرمپ اوسنۍ تګلاره هم د امریکا لپاره خطرناکه او له زیانه ډکه ده او هم امریکایانو ته. د دې هېل په وینا د امریکایانو میلیاردونه ډالر مالیات په داسې یوه جګړه کې لګول کېږي چې تر دې دمه یې د ختمولو لپاره هېڅ ډول مثبت ګام نه دی اخیستل شوی او د سولې خبرو هم پایله نه ده لرلې. سرچینه زیاتوي چې دغه جګړه ورځ تر بلې خونړۍ کېږي او ټوله ورځ نړیوالې رسنۍ ددې جګړې په اړه تحلیلونه کوي، خو امریکا هېره کړې ده او د له منځه وړلو لپاره یې اړین او جدي ګامونه نه پورته کوي. دې هېل د افغان جګړې حل په سیاسي مذاکراتو کې بولي او له دې پرته روان بحران ورځ تر بلې پراخېدونکی ګڼي.



































