د امریکا او ایران د اړیکو د ترینګلتیا په اوج کې جواد ظریف نیویارک ته تللی دی. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر به د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې ګډون وکړي. د جواد ظریف دا سفر داسې مهال دی، چې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې دي او پر یو بل برید ته د تیار سی په حال کې دي. ایراني رسنۍ وایي چې نوموړی به په دې سفر کې د ملګرو ملتونو له ځینو چارواکو سره ګوري خو د سفر په اړه یې تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي.





































