په هرات کې د حکومت لخوا د مالیې د زیاتوالي په سبب شااوخوا دوه زره ټېلري موټر درول شوي دي. د هرات د ګمرک رییس محمد انور رحماني ویلي، دا موټر له یوې میاشتې راهیسې د هرات په ګمرک او اسلام قلعه بندر کې درول شوي چې په سبب یې په مجموعي عوایدو کې د کسر اندازه ۳۴ سلنې ته رسېدلې ده. د رحماني په خبره پخوا به د خوراکي او بېلابېلو وارداتي موادو پر هرې محمولې دوه سوه زره افغانۍ مالیه وه، خو اوس دا پيسې څلور نیم سوه زرو ته لوړې شوې دي، چې په دې سبب ګڼو سوداګرو د موټرو د درولو پرېکړه کړې ده. په هرات کې سوداګرو ګواښ کړی چې که حکومت د ماليې د راکمولو لپاره ګام پورته نه کړي، د خپلو مالونو له محصوله به لاس په سر شي او موټر به یې همداسې تم ولاړ وي.




































