د پانګه والې نړیوال بانک پاکستان شپږ میلیارده ډالر جریمه کړی دی. د راپورونو له مخې د پانګه والۍ نړیوال بانک وایي پاکستان په قرار دادونو کې د نه شفافیت او نورو سوداګریزو ستونزو له امله له دې سختې جرمانې سره مخ شوی دی. د پاکستان حکومت هم دغه خبر تایید کړی دی، چې د پانګه والۍ نړیوالې ادارې دغه سزا دوی ته اورولې ده. پاکستان په دې وروستیو کې له سختو اقتصادي فشارونو سره مخ دی چې له همدې امله یې له نړیوالو ادارو د میلیاردونو ډالرو پور غوښتنه کوله. دغه قضیه په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان پر ضد ثبت شوې وه او یوې کمپنۍ ادعا کړې چې پاکستان ورسره د سرو زرو د استخراج قرار داد په نیمايي کې فسخ کړی او دغه کمپنۍ ۱۱ میلیارده ډالر زیانمنه شوې ده.