د ټاکنو خپلواک کمېسون وایي، د ولسي جرګې د ټاکنو په ورځ هغه رایي د باور وړ نه دي، چې د بایومتریک بارکوډ ونه لري. د ولسي جرګې ټاکنې د روانې تلې میاشتې په ۲۸مه تر سره کېږي. د یاد کمیسیون ویاندې کبرا رضایي وایي، که دې ټاکنو کې رایپاڼه بارکوډ ونه لري نه منل کېږي. هغې زیاته کړې، د رایو د شمېرلو معیار بارکوډ دی، چې د رایه ورکوونکي له بایومتریک وروسته د هغه معلومات سیستم کې جمع کېږي او یوه شمېره لري چې بارکوډ ورته وايي، د نوموړې په خبره، همدا بارکوډ چاپ او له رای پاڼې سره سریښېږي. هغې ټینګار وکړ چې که بارکوډ نه وي نو رایه باور وړ نه ده. په بایومټریک سیسټم د ټاکنو تر سره کېدل د لوی ملي ایتلاف یوه اساسي غوښتنه وه، خو حکومت یې په غبرګون کې ویلي و، چې د دې سیستم فعالیدل وخت ته اړتیا لري، چې بیا یاد ایتلاف په یو شمېر ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیون ولایتي دفترونه هم تړلي وو.



































