د ارزګان ولایت د جګړې د لومړۍ کرښې او په ښار کې د ګارنیزیون پولیس سرتېري وایي، له تېرو ۶ میاشتې راهیسي یې معاشونه نه دي ورکول شوي. دوی چې د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ کې یې رسنیو ته خبرې کولې وویل، چې که یې معاشونه پر وخت اجرا نه شي نو خپلې دندې به پرېږدي. په ورته وخت کې، د ارزګان ولایتي شورا چارواکي هم وایي، چې په یاد ولایت کې سلګونه پولیس له تېرو څو میاشتو راهیسي بې معاشه دي او په خبره یې معاشونه یې د لوړپوړو مشرانو جیبونو ته ځي. د ارزګان امنیه قومنداني په دې اړه له خبرې کولو ډډه کوي، خو کورینو چارو وزارت بیا یاده ستونزه مني او وایي، د معاشونو د ځنډ لامل بایومټریک دی. یاد وزارت دا ادعا نا سمه وبلله چې ګنې د سرتېرو معاشونه دې شخصي جیبونو ته تللي وي.




































