د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې په ګذرې ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو ډلو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۱۷ کسان وژل شوي دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل، چې د ګذرې ولسوالۍ په پیرخوله سیمه کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په یوه قوماندان ملا صمد پورې تړلې سرې قطعې او د ملا رسول تر مشرۍ لاندې د طالبانو د بلې ډلې د قوماندان ملا منان نیازي د کسانو تر منځ په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. نوموړي زیاته کړه چې په دې جګړه کې د ملا صمد ۱۱ کسان او د ملا منان شپږ کسان وژل شوي دي. د ده په خبره، په یاده نښته کې د دواړو لورو ۸ کسان ټپیان هم دي. په ورته وخت کې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د یادې جګړې د پخلي تر څنګ ویلي، چې په دې جګړه کې د ملا صمد ملګرو د ملا منان ۱۶ کسان وژلي او د هغوی مرکز یې هم نیولی دی. نوموړي د ملا صمد د وسله والو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.



































