پخواني ولسمشر حامد کرزي نن د امریکا د سولې انسټیټیوټ له مشر سټیف هیډلي او ملګري پلاوي سره کتلي دي. د حامد کرزي د رسمي فیسبوک پاڼې د معلوماتو له مخې، په یاده لیدنه کې چې د پخواني ولسمشر په کاري دفتر کې تر سره شوه، دواړو لوریو پر افغان سوله هر اړخیزې خبرې کړې دي. کرزي دغه راز پایدارې سولې او ثبات ته د افغانانو پر رسېدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، هر هغه اقدام چې افغانستان د افغانانو په مشرۍ دایمي سولې او ثبات ته رسوي، دی یې کلک ملاتړی دی. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د افغان سولې په اړه خبرې تودې شوې او د افغان سولې لپاره د امریکا ټاکل شوي استازي زلمي خلیلزاد هم پرون په کابل کې له افغان چارواکو سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې دی به د افغان سولې لپاره له خپل ټول استعداد، سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو نه ګټه واخلي څو افغانستان یوې پایدارې سولې ته ورسوي.



































