د سولې عالي شورا د افغان سولې لپاره د امريکا د وروستيو اقداماتو هرکلی کړی او د دغو اقداماتو احتمالي پايلو ته يې خوشبيني څرګنده کړې ده.
د سولې عالي شورا وايي، دا چې د امریکا متحدو ایالتونو د افغان سولې لپاره ځانګړی او اغېزناک ټیم ګومارلی، تر بل هر وخت د سولې د خبرو د پیل لپاره زمینه برابره شوې ده.
د دې شورا ویاند سید احسان طاهري زياته کړې: «په افغانستان کې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره فضا په بې مخينې توګه تغیر او مساعده شوې، موږ هیله لرو چې د افغان حکومت او طالبانو د مشرتابه تر منځ به ژر تر ژره نوې خبرې پیل شي.»
د سولې عالي شورا په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې تازه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې په اړه حکومت او طالبانو ته وړاندیزونه کړي دي.
د خلیلزاد په وړاندیز کې له دواړو افغان حکومت او طالبانو غوښتنه شوې، چې د خبرو د پیل لپاره با صلاحیته پلاوي مشخص کړي.
که څه هم تر اوسه افغان حکومت او طالبانو د دغه نوي وړاندیز په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې طالبانو له امریکا سره په مخامخ خبرو ټینګار کړی دی.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د بین الافغاني او سیمه ییزې اجماع د رامنځته کېدو په هدف له افغان چارواکو سره تر کتنې وروسته پرون اسلام اباد ته ولاړ.
د مشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلمیار بیا پاکستان ته په اشارې سره وايي، چې که څوک د سولې په بهیر کې همکاري نه کوي، امریکا یې باید پر وړاندې دریځ معلوم کړي.
نوموړي زیاته کړې: «که څوک سولې ته نه اماده کېږي او په افغانستان کې سوله نه غواړي د پاکستان په ګډون د سیمې د هېوادونو په اړه امریکا باید خپل دریځ روښانه کړي، څو سیمه د خپل راتلونکي برخلیک په اړه پوهه شي.»
د مسلمیار په خبره، د امریکا متحده ایالات باید د افغان سولې په برخه کې د اسلامي هېوادونو او په ځانګړې توګه د سعودي عربستان رول هم له پامه ونه غورځوي او د سولې په خبرو کې ریاض هم ښکېل کړي.




































