بهرنۍ رسنۍ په خپلو تحلیلونو کې لیکي چې په افغانستان کې په دې وروستیو کې ځانمرګي بریدونو او په ښارونو کې نښتې راکمې شوې وې، خو د ټاکنو له را نږدې کېدو سره سم، دغه ډول بریدونه ډېر شوي دي. د سرچینې په وینا دا مسئله به د ډېری افغانانو ژوند ته خطر متوجه کړي. رسنیو، په ارزګان، هلمند، پکتیا، ننګرهار او نورو ولایتونو کې د حکومتي سرچینو له خولې لیکلي چې وسله والو پر ځینو هدفونو بریدونه ډېر کړي دي او هڅه کوي د ټاکنو امنیت ګډوډ کړي. دغه راپورونو داسې مهال خپرېږي چې وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې خلکو ته په ټاکنو کې د نه ګډون خبرداری ورکړی و. دوی ویلي وو، چې ولس دې په ټاکنو کې ګډون نه کوي ځکه وسله وال طالبان په ټول توان ددغه ټاکنو د مخنیوي هڅه کوي. له دې وروسته همدا پرون په هلمند ولایت کې پر یوه نوماند ځانمرګی برید وشو او ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته. د هېواد د کورنیو چارو وزارت بیا د طالبانو دغه ډول اعلامیې او ګواښونه تبلیغاتي جګړه بولي او په وینا یې دوی د ټاکنو د امنیت په برخه کې پوره هڅه کوي.




































