په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال ویلي، د امریکا ټول اورګانونه او ادارې په پوره همغږۍ هڅه کوي د افغانستان د سولې په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي. د نوموړي په وینا امریکا دا ځل د افغانستان د سولې لپاره جدي ده او دا جدیت هیله بښوونکی دی. زاخېلوال ویلي چې په پاکستان کې د امریکا ځانګړي استازي د سولې اړوند مهم مسایل له پاکستاني لوري سره مطرح کړي دي. دده په خبره له ده سره په دې سفر کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر هم شامل و. زاخېلوال زیاتوي دا مسئله په دې مانا ده چې د امریکا سیاسي او نظامي ادارې ټولې غواړي په افغانستان کې روانه جګړه له سیاسي لارو حل شي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې د سولې او جګړې ختمولو لپاره پر پاکستان دوامداره فشار په کار دی، ځکه دغه هېواد د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې جدي نه وي او تر ډېره یې پر خپلو ژمنو هم عمل نه دی کړی.



































