په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي، دغه سازمان د افغان جګړې د خصوصي کېدو هېڅ ډول پلان نه لري او په دې برخه کې د ولسمشر غني او افغان حکومت د هغه موقف ملاتړ کوي، چې د جنګ د خصوصي کېدو مخالفت يې کړی دی. زېميرمن ويلي، چې د ناټو غړو هېوادونو د بروکسل کنفرانس کې له افغانستان سره د اوږد مهاله همکاريو د دوام ژمنې کړي او هغه به عملي کوي. افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي استازي همداراز وويل، چې راتلونکې پارلماني ټاکنې د افغانانو لپاره يو ديموکراتيک او تاريخي بهير دی. د هغه په خبره، افغان امنيتي ځواکونه او د ټاکنو خپلواک کمېسيون د را روانو پارلماني ټاکنو د ښه ترسره کېدو پوره وړتيا لري. دى زياتوي، راتلونکې ټاکنې د افغان دولت، افغانستان کې ناټو ماموريت او د ټاکنو خپلواک کمېسيون لپاره ډېرې مهمې او په لومړيتوبونو کې دي. هغه باور وښود چې راتلونکې پارلماني ټاکنې به منصفانه او معتبرې ترسره شي. نوموړی زياتوي، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شمېر له ۱۳زرو څخه ۱۶زرو ته لوړ شوی او دغه ځواکونه به د افغان امنيتي قواوو روزنې، مشورې او تجهيز ته دوام ورکړي.




































