د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، ولایتونو ته د بایومتریکه دستګاوو او د رایې ورکوونکو د لیستونو د لېږد چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر راتلونکې جمعې پورې به ټولو ولایتونو ته ورسول شي. د یاد کمیسیون منشي او ویاند سید حفظ الله هاشمي وویل، چې تر اوسه د رایې ورکوونکو لیستونه او بایومتریک دستګاوې له ټولو ملحقاتو سره فراه، بادغیس، هرات، زابل، کندهار، ارزګان، هلمند او نیمروز ولایتونو ته د ځمکې او هوا له لارې لېږدول شوي دي. هاشمي وویل، چې نن د ولایتونو له مرکزونو څخه ولسوالیو ته د دغو موادو لېږد پیل شوی دی. د ولسي جرګې په ټاکنو کې د رایې ورکوونکو د مشخصاتو د ثبتولو لپاره ۲۲زره د بایومتریک دستګاوې د تلې په ۱۵مه کابل ته ورسیدې او ټاکل شوې چې دا دستګاوې د ټاکنو له ورځې مخکې د رایې اخیستلو ۲۱زره محلونو ته ورسول شي.



































