د پیو ریسرچ په نامه یوه څېړنیزه امریکایي اداره وایي، امریکا په افغانستان کې ۱۷ کاله ویده وه. د 2018 میلادي کال اکټوبر، په افغانستان کې د امریکا د حضور له ۱۷مې کلیزې سره برابره ده. یادې ادارې (افغانستان کې ۱۷ کاله ویده امریکا) تر عنوان لاندې یو راپور خپور کړی دی. راپور کې ویل شوي چې امریکا په افغانستان کې د ۱۷ کلونو په تېرېدو هیڅ لاسته راوړنه نه ده لرلې او داسې ښکاري چې امریکا افغان جګړه بایللې ده. راپور د یوې سروې د معلوماتو له مخې ویلي، په داسې حال کې چې د امریکا حکومت په افغانستان کې د ډېرو لاسته راوړنو خبره کوي خو په دې هېواد کې لا هم وضعیت د ۱۷ کاله مخکې په څېر دی، هلته بیلابیلې وسله والې ډلې موجودي دي او د افغانانو پر وړاندې خپلو جګړو ته دوام ورکوي. راپور کې دغه راز ویل شوي، امریکا د ځینو مواردو په یادولو ځان ته دوکه ورکوي او یاده جګړه کې د بریا خبره کوي. د راپور په وروستۍ برخه کې راغلي، چې جګړه په جګړه نه ګټل کېږي او امریکا باید د خبرو اترو له لارې دې کشالې ته د پای ټکی کېږدي. دا په داسې حال کې ده چې پرون ارګ هم په افغانستان کې د امریکا د بریالیتوبونو خبره کړې وه او ویلي یې و، چې د امریکا ۱۷ کلن ماموریت بریالی او له لاسته راوړنو ډک دی.




































