د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره تر خبرو وروسته ویلي، چې د پاکستان د اوږدمهاله ثبات لپاره افغانستان کې سوله اړینه او حیاتي ده. د اسوشیټیډ پرس خبري اژانس د خبر له مخې، خلیلزاد یادې څرګندونې له پاکستاني چارواکو سره تر لیدنې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې کړې دي. د سرچینې په وینا نوموړي پاکستاني چارواکو ته ویلي، چې پاکستان د افغان موضوع په حل کې د پام وړ رول لري او زیاته کړې یې ده، چې ده له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې هغوی ته ویلي، چې طالبان دې له افغان حکومت سره خبرو ته وهڅوي. وړاندې تر دې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ویلي و، چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي له خلیلزاد سره ژمنه کړې، چې هڅه به وکړي څو وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي. د ځینو نا تایید شویو راپورونو له مخې خلیلزاد به له پاکستانه عربي اماراتو ته لاړ شي او هلته به هم له ځینو چارواکو او څېرو سره د افغان سولې په اړه سلا مشورې او خبرې اترې وکړي.



































