د سولې شورا عالي وایي، د افغان حکومت له لورې طالبانو سره د سولې خبرې اترو د هڅو په لړ کې له طالبانو سره غیر رسمي خبرې او لیدنې کتنې شوې دي. د سولې شورا مشر کریم خلیلي یادې څرګندونې نن په کابل کې د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره په یوه مشورتي ناسته کې د خبرو پر مهال کړې دي. نوموړي زیاته کړې، د دغو غیر رسمي خبرو په ترڅ کې دا جوته شوې، چې طالبانو هم سولې ته لیوالتیا ښودلې ده. هغه دغه راز وویل، د سولې خبرې به هغه وخت مثبته پایله ورکړي، چې په کې د ټولنې د ټولو اقشارو نظرونه شامل وي. خلیلي د خپلو خبرو پر دوام وویل، د دوی هڅې د افغانانو تر منځ د بین الافغاني مذاکراتو لپاره روانې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د بیلابیلو هېوادونو له چارواکو سره د لیدنې په موخه خپل سفر پیل کړی دی.



































