آیت الله محمد آصف محسني د ۱۳۱۴هـ ق کال د ثور په پنځمه په کندهار کې زیږېدلی دی. ده د کندهار په لومړۍ ناحیه کې سترګې نړۍ ته وغړولې او په همدې ځای کې یې د ماشومتوب ژوند تېر شو. پلار یې د کندهار شعیه مېشتی و او پر خپل زوی یې محمد اصف نوم کېښود. پلار یې د خپل کور د قرآن کریم په یوه پاڼه کې د محمد اصف محسني د زیږېدو نېټه د ۱۳۱۴هـ ق کال د ثور ۶مه کښلې ده. محسني د افغانستان د تاریخ، مذهبي بحثونو، جهاد، فرهنګ او علمي حوزې مشهوره څېره ده او ډېر کم خلک به وي چې د نوموړي ویناوې یې نه وي اورېدلې.
هغه شعیه مذهبه دیني عالم، مبصر، ویناوال او څېړونکی و چې په شعیه مذهب کې یې د ډېرو خرافاتي او افراطي مواردو مخه نیوله او د خلکو د اذهانو په روښانه کولو کې یې پوره هڅه کوله. دی له لومړۍ ورځې د خرافاتي او تکراري ژوند مخالف و او له همدې امله یې له پلاره وغوښتل چې دی له هېواده بهر د زده کړو لپاره ولېږي، ځکه په شاوخوا کې یې دین او مذهب خرافاتي بڼه خپله کړې وه او هر څه له زغمه وتلي وو.
د محسني کورنۍ باعلمه غړي لرل، نیکونه او پلرونه یې دولتي کارکوونکي وو. مورني نیکونه یې بیا ځمکه وال او سوداګر وو. تر ډېره د مسګرۍ او بقالۍ پر کارو بار بوخت وو. پلار یې لومړنۍ زده کړې په کور کې ورته پيل کړې. دی وایي چې پلار یې یو متدین او سختګیره سړی و. ده نه غوښتل چې زوی یې ښوونځي ته لاړ شي، ځکه په باور یې هلته یې اخلاق خرابېږي. پلار یې په کور کې ده ته د دیني علومو تدریس پيل کړ. دی لس کلن و، خو پلار یې په ده سختې زده کړې کولې او دی یې هڅاوه چې د ښوونځي په ځای په کور کې زده کړه وکړي. له څه مودې وروسته یې لیکل او لوستل زده کړل. بیا چې نوی زلمکی شو، څه موده یې د برېښنا په شرکت کې کار پیل کړ. په ۱۳۳۰ ه ق کال کې د سوداګرۍ خونو ته لاړ او د اجرايي کاتب په توګه یې دنده پیل کړه. خو دلته یې حوصله تنګه شوه. دی شپاړس کلن و خو د ژوند له ورځني تکرار ستړی شوی و. دی پخپله وايي، ژوند راته تکرار و. هر څه خرافاتي او افراطي وو.
ده یې له پلاره وغوښتل چې بهر ته د تګ اجازه ورکړي؛ خو پلار یې نه ورسره منله. پلار یې ټینګ و چې دی باید له هغه سره وي، ځکه کېدای شي زیان ورته ورسېږي. خو محسني ټينګ و چې باید په زده کړو پسې لاړ شي. دی اعتصاب کوي او پلار ته یې وايي، تر هغه ډوډۍ نه خوري چې بل ځای ته یې د زده کړو لپاره نه وي لېږلی. دی وايي، تر مرګه یې له پلار سره ناندرۍ نه دي وهلې او نه په لوړ غږ ورسره غږېدلی دی، خو پر خپله خبره یې ټینګار کاوه چې باید په زده کړو پسې لاړ شي. خو تر ډېرې مودې وروسته یې پلار دې ته تیارېږي چې دی د زده کړو لپاره بل ځای ته ولېږي.
پلار یې پر دودیزه روزنه باور درلود. هغه به یې تل خپل زوی ته د خپلې نیا کیسې کولې. پلار به یې ویل چې نیا یې بې سواده وه، خو ډېره دینداره ښځه وه او دا یې غوښتل چې د کور ماشومان یې خدای او سمه لار وپېژني.
نوموړي په کندهار کې هم له ځینو علماوو زده کړې وکړې، خو د ده په خبره قناعت یې حاصل نه شو. په جاغوریو کې د کلي او ښار توپيرونو حیران کړ. ده به ویل، په دې وخت کې پوه شو چې ښار کې چل، فریب، دوکه او د نورو تېر ایستل ډېر دي. خو په کلیو کې خلک صادقانه ژوند کوي او اصلي انساني ژوند په کلیو کې پیدا کېږي.
شیخ محسني ښه حافظه درلوده او ځیرک انسان و. ډېری هغه کسان چې یو وخت ده ترې زده کړې کولې وروسته یې شاګردان شول. ډېری هغه کسان چې په جاغوریو کې د ده استادان وو، وروسته په کابل او نورو ځایونو کې د ده شاګردان شول. هغه په زده کړو کې د ځنډ او رخصتۍ مخالف و. پرته له سختې ناروغۍ یې یوه ورځ هم زده کړې او مطالعه نه پرېښودل.
په ١٣٢٨ لمریز کال له پلار سره پاکستان ته تللی و، هلته یې اردو ژبه زده کړه. په ١٣٣٢ لمریز کال کې د عراق ونجف ښار ته لاړ، هلته یې دوه نيم کاله زده کړې وکړې.
شیخ محسني تر نجف مخکې ایران ته تللو، خو د وخت حکومت اجازه ور نه کړه او ستونزې ورته پیدا شوې. دی وایي، دا اجازه د ده په خیر تمامه شوه، نو ځکه دی نجف ته لاړ او هلته یې مهم مسایل ولوستل. نجف د شیخ محسني د ژوند لپاره خورا له سختیو ډک ځای و. دی وايي، پلار یې له دې ځایه ورته د هغه وخت دېرش یا څلوېښت زره افغانۍ لېږلې، خو پر هغه ګزاره نه کېده، ده به په دې پیسو کتابونه اخیستل. وايي، مدرسې دری وخته ډوډۍ ورکوله، خو د دریواړو وختونو ډوډۍ یې یو وخت هم نه بس کېدله، خو دوی به ګزاره کوله.
محسني دلته د مذهبي علومو تر څنګ د معاصرو علومو او فلسفې مطالعه هم کوله. دلته یې کتابونه او رسالې هم ولیکل. محسني لیکي، د دوی په علمي حوزه کې د فلسفې مطالعه بنده وه، خو ده غوښتل د خلکو پر افکارو او نظرونو پوه شي. دی وايي، ما غوښتل وپوهېږم چې خلک څه وايي، فلسفه څه وايي، همدې مسئلې زما ویناوې او فکر ژور کړل.
شيخ محسني صاحب تر دوولسو کالو زده کړو او تحصیل وروسته بېرته کندهار ته راغی، دلته کندهار کې یې حسینیه جامع مسجد او مدرسه تاسیس کړل. شیخ محسني اصل کې کندهار ته د واده لپاره راغلی و، خو حکومت د بېرته تګ امکانات ورته برابر نه کړل. دی همدلته په کندهار کې پاتې شو. دی وایي، له خلکو سره هسک ټيټ شوم او دې مسئلې زما په ژوند کې پورته تغیر راوست. همدې مسئلې دی اړ کړ چې په کندهار کې دیني مرکزونه جوړ کړي. ده به ویناوې کولې، له خلکو به یې پیسې ټولولې او دیني مرکزونه به یې جوړول. دی وایي، ان ښځو خپلې ګاڼې ورکولې چې روزنیز مرکزونه ورباندې جوړ کړي.
وروسته یې په ایران او پاکستان کې هم ویناوې پيل کړې. له خپلو ویناوو به یې پیسې ټولولې. وروسته یې دا پیسې په کابل کې د یوه ستر مذهبي او علمي مرکز پر جوړولو ولګولې. له دې سره جوخت په اروپا، امریکا او نورو هېوادونو کې لویو سوداګرو له دې مرکز سره مرسته وکړه. محسني د دغه مرکز جوړېدل د پخواني ولسمشر حامد کرزي د احسان پوروړی بولي. د ده په خبره، په ځلونو خلکو وغوښتل دا سیمه غصب کړي، ځمکه یې ونیسي، خو حامد کرزی یې پر وړاندې ولاړ و.
په ١٣٥٧ لمریز کال حج ته لاړ، د حج تر اداينې وروسته یې سوريې ته سفر وکړ، هلته یې هم څو مياشتي پر زده کړو او تحصیل تېرې کړې، له هغه ځايه د افغاني روحانيونو په غوښتنه د ايران قم ښار ته لاړ. شیخ محسني د هېواد وضعیت ته په کتو یوازې په علمي حوزه کې پاتې نه شو. شيخ محسني صاحب د ١٣٥٨ لمریز کال په حمل مياشت کي د حرکت اسلامي په نوم ګوند جوړ کړ، د دې ګوند غړو د شوروي اتحاد پر ضد د هېواد په ډېرو سيمو کي مسلحانه جهاد پیل کړ. په ١٣٧١ لمریز کال کې د مجاهدينو تر برياليتوب وروسته شيخ محسني د اسلامي دولت د رهبرۍ شورا وياند وټاکل شو. کله چي مجاهدينو خپل منځي جګړې شروع کړې، نو ده هڅه کوله چې ټول په یوه ټغر سره راټول کړي. شورای اخوت یې جوړ ه کړه او هڅه یې کوله چې د سني او شعیه مسلمانانو ترمنځ فاصلې له منځه یوسي. خو کله یې چې پر ځان کړۍ تنګه ولیده، نو کابل یې پرېښود او د پاکستان په اسلام اباد کې استوګن شو. له هغه ځايه په ١٣٧٦ لمریز کال کې د ايران قم ښار ته ولاړ، هلته یې تدريس شروع کړ. په افغانستان کې د طالبانو د نظام تر سقوط وروسته بېرته خپل هېواد ته راستون او په کابل ښار کې مېشت شو.
شیخ محسني د علم او فن پلوی و. ده د افغانستان ژغورل یوازې د علم له لارې ممکن بلل. ده به تل مطالعه کوله، دی وایي چې د مرګ تر ورځې به هم مطالعه پرې نږدي. د ده د کورنۍ غړي هم وایي چې شیخ محسني هېڅ وخت مطالعه نه ده پرې اېښې او هڅه یې کوله. شیخ محسني په علم کې غرور نه منلو. ده به ویل، یوه ډله ملایان دي چې ځان واجب الاحترام بولي او له نورو غواړي چې دوی ته احترام وکړي. ځان لوړ ورته ښکاري، خو په خبره یې زه نه اکاډمیسن یم او نه بې سواده. په دې مانا چې نه دومره بې علمه دی او نه هم دومره علم لري چې دی دې نور مطالعه بس کړي. هغه په علمي حوزو کې د ایت الله، اکاډمیسن، غوره څېړونکي او نور لقبونه خپل کړي دي. شیخ محسني د عام او خاص درناوي وړ شخصیت و، ځکه هڅه یې دا وه، چې ټول افغانان شعیه او سني د یو بل تر څنګ د ورورۍ ژوند وکړي. هغه د اخوت شورا موسس و او تر څنګ یې د افغانستان د شعیه علماوو شورا هم جوړه کړې وه. دی د افراطیت او دودیزو زده کړو مخالف و. ده به ویل چې د افغانستان ښوونځي او مدرسې له نوي عصر سره سم زده کړو او تعلیم ته اړتیا لري او اوسنی تعلیمي او تحصیلي نصاب باید بدل کړل شي.
شيخ محسني په هېواد کي د يو منلي شيعه مذهبي مشر په توګه ځانګړى ځاى درلود. د ژبې په فصاحت او روان اصلاحي وعظ سره یې ډېر شايقين خصوصاً ځوانان او لوستې طبقه پر ځان مات کړي وو. شیخ تر ۶۵ ډېر علمي، ديني، فرهنګي او سياسي اثار ليکلي دي. د دې تر څنګ ناچاپ اثار هم لري چې د ده کورنۍ او نږدې شاګردان یې د چاپ تکل لري. شیخ محسني په فارسي، عربي، اردو او پښتو ژبو بلد و. شیخ محسني د روان کال د اسد میاشتې په ۱۴مه له دې نړۍ لاړ. هغه تر شا ستر فرهنګي اثار، فرهنګي مرکزونه او زرګونه شاګردان پرېښودل.