اذربایجان وایي د افغانستان د سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي. د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر محمد یاروف د ایرو اسیا لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره کتلي دي. اذربایجان ویلي چې هېواد یې تل د افغانستان د پرمختګ او سولې لپاره هڅه کړې ده او لا هم ددغه هېواد د سولې له هر ډول هڅو ملاتړ کوي. نوموړي ویلي چې له افغانستان سره یې په اقتصادي برخه کې هم همکارۍ کړې دي او د افغانستان د پرمختګ او لا پراختیا لپاره به نورو همکاریو ته هم ادامه ورکړي. امریکایي استازي هم د اذربایجان له مرستو مننه کړې ده او ویلي یې دي چې یاد هېواد په افغانستان کې د امریکا متحد دی او په ځينو ترانسپورتي برخو کې یې همکارۍ د پام وړ دي. دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو اوږده بحثونه کړي دي او د اړیکو پر لا پراختیا یې ټینګار کړی دی.




































