په ډيپلوماټ مجله کې په خپاره شوي مطلب کې لیکوال وايي، د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په دې وروستیو کې زرګونه کسان د اوبو د کمښت له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي. د لیکوال په خبره د وسله والو طالبانو د جګړو له امله دومره کسان نه دي بې ځایه شوي لکه د وچکالۍ او اوبو د کمښت له امله چې بې ځایه شوي دي. په مطلب کې وړاندې راځي چې د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د اوبو کچه په افغانستان کې ټيټه شوې ده او له څلور دېرشو ولایتونو ۲۲ یې د وچکالۍ له جدي ګواښ سره مخ دي. ليکوال وايي افغانستان نږدې پنځه لوى سيندونه لري او په طبيعي ډول د اوبو له تنگسې سره مخ نه دى، خو د شته اوبو ناسم مديريت په دغه هېواد کې د اوبو کړکېچ پېچلى کړى دى. له بلې خوا وسله والو طالبانو د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې له مرستندویانو غوښتي چې په وچکالۍ ځپلو سیمو کې مرستې ووېشي. وسله والو طالبانو هم په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د وچکالۍ له امله ډېر خلکو د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.




































