پوهنې وزارت وايي، د نا امنیو، اقتصادي ستونزو او منفي کلتوري محدودیتونو له امله شاوخوا ۳،۷ میلیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته له تګه محروم دي، چې تر ۶۰ سلنه ډېرې یې نحونې دي. د پوهنې وزارت له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اوس د هلکانو د تعلیم پر وړاندې د پخوا په څېر محدودیتونه نشته، او دغه راز د شاوخوا ۳،۵ میلیونه نجونو لپاره د تعلیمي خدماتو برابرولو ویاړ لري. پوهنې وزارت ويلي، د نجونو زده کړه نه یوازې د هغوی انساني او دیني حق دی، بلکې د ټولنې د ټولو برخو دیني او وجداني مسوولیت هم دی، ځکه نو اړینه ده چې دغه مسوولیت ته پاملرنه وشي او په ترسره کولو سره یې د دنیا او اخرت نېکمرغي خپله کړي. د سرچینې په وینا که څه هم اوس د هېواد په ډېریو سیمو کې زده کړو ته لارسی ډېر شوی دی، د هېوادوالو تعلیمي سویه ورځ تر بلې د لوړېدا په حال کې ده، خو ياد وزارت زیاتوي، چې له پرمختګونو سره سره لا هم د نا امنیو، اقتصادي ستونزو او منفي کلتوري محدودیتونو له امله شاوخوا ۳،۷ میلیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته نه شي تللی چې تر ٦٠ سلنه ډېر یې نجونې دي.




































