ښاغلی محمد اکبر ایازي د محمد انور خان ایازي زوی او په ١٩٥۴ ز کال کې په کندهار ښار کې زیږېدلی و. ماشومتوب یې په کندهار کې تېر کړ. د خپلې کورنۍ تر لارښوونې او پالنې لاندې یې ښوونځی پیل کړ او په همدې ښار کې له ښوونځي فارغ شو. په ښوونځي کې تر زده کړو وروسته، له خپلو ارمانونو سره سم پوهنتون ته بریالی شو او په کابل پوهنتون کې یې د اقتصاد پوهنځی پيل کړ. همدا مهال یې په ژورنالېستیکه برخه کې هم فعالیتونه تر سره کول. له اقتصاد څخه تر فراغت وروسته نوي ډیلي ته لاړ او هلته یې له جواهر لعل نهرو پوهنتون څخه په تخنیکي مدیریت کې ډيپلوم واخیست.
اکبر ایازي یو نرم مزاجه، خلاق، مسلکي او پر کار پوه خبریال و. ده سره له دې چې په مسلکي توګه ژورنالېزم نه و لوستی، خو تر لوستو کسانو یې په ژورنالېزم کې پراخه مطالعه او تجربه لرله. اکبر ایازي ښايي لومړنی افغان وي چې په نړیوالو رسنیو کې ډېرو مهمو مقامونو ته رسېږي او د ډېرو نړیوالو ژورنالېستانو ترمنځ ځانګړی ځای خپلوي.
اکبر ایازي لومړی په کابل کې له ملي راډیو ټلویزیون سره خبریالي پيل کړه. دی چې کله محصل و، له ژورنالېزم سره یې مینه وه. دا مینه تر ډېره ورسره وه، له ملي راډیو ټلویزیون سره یې لومړی د خبریال په حیث دنده پیل کړه. تر هغه یې دلته کار کاوه، چې شورویانو پر افغانستان یرغل وکړ او مرحوم اکبر ایازي هم د زرګونو نورو افغانانو په څېر د هېواد پرېښودو ته اړ شو. اکبر ایازي له کابله امریکا ته ځي او په دغه هېواد کې تر دوه کاله بېکارۍ تېرولو وروسته په امریکا غږ کې دنده اخلي. دی وايي، د کار لومړۍ ورځ او هغه ورځ چې په امریکا غږ کې یې د کاري فرصت په اړه واورېدل، ډېر خوشاله و.
امریکا غږ هغه مهال د لومړي ځل لپاره په پښتو ژبه خپرونې پيل کړې. په افغانستان کې د شوروي یرغل روان و. جګړې شدیدې شوې وې. راډیو او رسنیو ته د چا لاسرسی نه و او ډېرو کمو خلکو راډیو درلوده. امریکا غږ اشنا راډیو چې کله پښتو نشرات پيل کړل، نو خلکو راډیوګانې پیدا کړې او د دې راډیو خپرونې به یې اورېدې.
اکبر ایازي په همداسې یوه وخت کې له اشنا پښتو برخې سره کار پيل کړ. دا مهال په دغه راډیو کې په نورو ژبو نشرات کېدل، خو د پښتو د نشراتو پیل و، نو ځکه یې کار هم ستونزمن او له کږلېچونو ډک و. بلخوا له افغانستان سره د ژورنالېستانو اړیکه نیول، د معلوماتو ټولول او تر اورېدونکو رسول، دومره اسانه کار نه و. روسان واکمنان وو او د امریکا له هر ډول ګام سره یې کلک مخالفت کاوه. ایازي د هغه وخت کارونه سخت او له ستونزو ډک یادوي. د ده په خبره، اوس ژورنالیستیک فعالیتونه د هغه وخت په پرتله په ځلونو اسانه، بې ستونزو او ګټور شوي دي.
په دې کې شک نشته چې په جګړه ځپلو ټولنو کې رسنۍ د افکارو په روښانه کولو او پیاوړي کولو کې د پام وړ رول لري. نو دا چې په افغانستان کې جګړه وه او خلکو د نوو معلوماتو تنده خړوبول غوښتل، امریکا غږ ته پکار وه چې د دوی له ذوق او حالت سره سمې خپرونې ورته جوړې کړي. د دې کار سختي د مرحوم ایازي پر اوږو وه. هغه باید دا برخه مدیریت کړې وی او داسې خپرونې یې تولید کړې وی چې په جګړه ځپلي حالت کې د راډیو اورېدونکي ډېر کړي. اکبر ایازي یو خلاق انسان و، هغه بریالی شو چې د معلوماتي، ټولنیزو او ګټورو خپرونو په تولید سره د امریکا غږ کارکوونکو او د دغه راډیو اورېدونکو ته خپل خلاقیت او لیاقت ثابت کړي. له هغې وروسته د ۱۴ کلونو لپاره ښاغلی ایازي په امریکا غږ کې کارکوونکی و او د پښتو برخې پیاوړی ژورنالېست و.
د امریکا غږ د معلوماتو له مخې، مرحوم ایازي په ١٩٨٦ز کال کې د امريکا غږ راډيو د اسيايي څانګې مشر پروډيوسر وټاکل شو، چې تر ٢٠٠٢ ز کال پورې پر همدې دنده پاتې شو. نوموړی په ۲۰۰۵ ز کال کې د ازادي راډيو مشر وټاکل شو. بیا یې لس کاله دغه دندې ته ادامه ورکړه. مرحوم ایازي لس کاله په ازادۍ راډیو کې د افغانستان د څانګې رییس او دغه راز د مرکزي او جنوبي اسیا د څانګې د مشر په توګه دنده تر سره کړه. هغه له ترکیې نیولې تر افغانستان او پښتونخوا د ټولو سیمو لپاره او په ټولو ژبو د دغه رسنۍ خپرونې مدیریت کولې او د تنظیم مسوولیت یې درلود.
ښاغلی اکبر ایازي تر اوږده ځنډ وروسته په ازادي راډیو کې خپل کار پرېږدي او بېرته امریکا غږ ته ورګرځي. په ازادي راډیو کې ټول د ده په تګ خفه وي او داسې انګېري چې ګواکې خپل خواخوږی او د کورنۍ غړی یې ترې تللی دی.
د ښاغلي اکبر ایازي تر ټولو مهمه ځانګړنه دا وه، چې د ژورنالېزم له چټک پرمختګ سره یې ځان همغږی کړی و. دی وایي، یو وخت د ژورنالېزم کار ډېر سخت و. کمپیوټري وسایلو او انټرنېټ ته دومره لاسرسی نه و، خو دوی خپل کار ته ادامه ورکوله او مبارزه یې کوله. تر دې چې عصري وسایل راغلل، د ژورنالېزم ډګر بدل شو او دوی هم ځانونه ورسره تازه او همغږي وساتل. ښاغلي ایازي نه یوازې دا چې ځان یې له عصر سره همغږی کاوه، بلکې نورو ته به یې هم د تازه والي او له عصر سره د همغږۍ زده کړې ورکولې.
اکبر ایازي یو وخت په خپله یوه مرکه کې ویلي وو، ژورنالېزم یې مینه ده. د ده په خبره، له ډېر ماشومتوبه یې له ژورنالېزم سره مینه وه او همدې مینې اړ ایست چې خپلې موخې وپالي او د ژورنالېزم په ډګر کې لوړو پوړیو ته ورسېږي. اکبر ایازي وايي، هېڅ وخت یې د ژورنالېزم په برخه کې کار او د دې برخې مطالعه او نوو مهارتونو زده کړه نه ده پرې اېښې.
د امریکا غږ مشره آمندا بنټ وايي، ایازي د دوی د رسنۍ له غوره کسانو و. د نوموړې په خبره، د هغه غږ به د ټولو یادېږي او یوازې د خپلې کورنۍ مشر نه و، بلکې د امریکا غږ د کورنۍ غړی و او ټول به ورپسې خفه وي. د امریکا غږ مسوولین وایي، هغه یو خلاق شخصیت و چې د ده په څېر زحمتکشه کسان به ډېر کم پیدا شي او ځای به یې د تل لپاره خالي وي.
ښاغلي ایازي نه یوازې دا چې د هېواد په سختو حالاتو کې خلکو ته د معلوماتو د رسولو مسوولیت درلود، بلکې په دردناکو شېبو کې یې په خپلو ښکلو شعري دکلیمو د خلکو تنده او ذوق هم خړوباوه.
اکبر ایازي په هېواد کې د نوي دور له پیلېدو سره سم، د ژورنالېزم په برخه کې د فعالینو په هڅولو او دې برخې ته د خلکو د پام را اړونې لپاره د پام وړ هڅې کړې دي. هغه مهال په افغانستان کې یوازې نړیوالو رسنیو فعالیت درلود، خو ورو ورو په کور د ننه خصوصي رسنۍ هم فعالې شوې. دی د هغو کسانو له ډلې و، چې د ژورنالېزم او بیان د ازادۍ لپاره یې هڅې کولې او خلک یې په دې برخه کې پانګونې ته هڅول. اکبر ایازي لومړنی کس دی چې په افغانستان کې یې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ترمنځ مناظره جوړه کړه او دغه مناظره به یې چلوله. هغه په دې توګه غوښتل افغان ولس ته د بیان د ازادۍ ارزښت روښانه کړي او دوی باوري کړي چې کولی شي له دې لارې خپل غږ اوچت کړي.
افغان لیکوال ښاغلی نجیب الله منلی وایي، د ژورنالېزم په برخه کې د افغانستان لپاره د ښاغلي ایازي کارونه د ستاینې وړ دي. د ده په خبره، ده یو واحد او معلوم دریځ درلود او د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال یې په مناظرو کې ثابته کړه، چې خپل دريځ لري او ډېر مهم بحثونه یې وچلول.
پخوانی ژورنالېست او تکړه لیکوال نبي مصداق بیا وايي چې ښاغلی ایازي یو پیاوړی شخص و او د کار ډېر ظرفیت یې درلود. د ده په خبره، دوی په نړیوالو رسنیو کې د یوې یوې ژبې د څانګې مدیریت کاوه، خو ایازي په پراګ کې تر لسو د ډېرو ژبو د خپرونو مسوول و او د دې څانګې مشري یې کوله.
هغه له تنکۍ ځوانۍ د ژورنالېزم په برخه کې کار وکړ او د ژوند تر وروستۍ شېبې یې له ژورنالېزم پرته په بله برخه کې دنده نه لرله. هغه اخلاصمن، بې تعصبه او د ستر فکر خاوند و.
نوموړی پر دې باور و چې ځوانان کولی شي د هېواد ماته بېړۍ ساحل ته ورسوي. د ده په خبره، اوس د انټرنېټ عصر دی، خو افغان ځوانان له دې وسایلو سمه ګټه نه پورته کوي. ده به تل ټینګار کاوه، چې ځوانان باید له ټکنالوژۍ د هېواد پرمختګ، سولې او یووالي لپاره کار واخلي. پخپله یوه مرکه کې وايي، هغه ځوانان چې په بهرنیو هېوادونو کې دي، د دوی مسوولیت دی چې د نورې نړۍ معلومات تر خپلو خلکو ورسوي. دی پخپله هم د ټولنیزو رسنیو فعال و. په ټوېټر کې به یې تل د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات خپرول او د ستونزو د حل لپاره به یې خپل نظرونه څرګندول.
ایازي نه یوازې د ژورنالېزم په برخه کې فعالیت کاوه؛ بلکې له نړیوالو سره یې د افغانستان د وضعیت په شریکولو کې سلګونه مرکې کړې دي. هغه په پښتو، دري او انګلیسي ډېرې روانې خبرې، لیکل او لوستل کول. هغه به په خپلو مرکو کې تل د افغانستان رښتینی انځور وړاندې کاوه او دلته یې د روان وضعیت د کنټرول او سولې یوازینۍ لار په خپلو کې د افغانانو کېناستل بلل. ده به ویل، تر هغه چې افغانان په خپلو کې سره نه وي ناست، پردي خلک دوی ته سوله نه شي راوړلی.
د اکبر ایازي پر مړینه د نړیوالو رسنیو مدیرانو او دغه راز په هېواد کې خبریالانو او د ژورنالېستانو ټولنو خپله خواشیني څرګنده کړې ده. پخواني ولسمشر حامد کرزي، اوسني ولسمشر اشرف غني او اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده. دوی ټولو اکبر ایازي په افغانستان او نړۍ کې د ژورنالېزم د برخې یو وتلی، فعال او صادق شخصیت بللی دی.
ایازي په دې وروستیو کې له ناروغۍ کړېده. د همدې ناروغۍ له امله د روانې سنبلې میاشتې په څلورمه نېټه له دې نړۍ لاړ. هغه په امریکا کې خاورو ته وسپارل شو. افغان سیاستوالو، مدني فعالانو او خبریالانو یې د فاتحې مراسم په کابل کې په عیدګاه جومات کې تر سره کړل.