د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې په قلعه زال ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا د افغان سرحدي ځواکونو پر پوسته برید کې اووه سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کندز د پامیر د ۲۰مې فرقې ویاند وایي، چې دغه برید تېره شپه دوه نیمې بجې د یادې ولسوالۍ په سرخ بیتل سیمه کې شوی دی، چې له امله یې څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي. هغه وویل چې په یاد برید کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره معلومات یې نه درلودل. په ورته وخت کې د کندز ولایتي شورا د برید د پخلي تر څنګ وایي، چې په برید کې ډېرو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. وسله والو طالبانو هم د برید پړه پر غاړه اخیستې او ادعا یې کړې چې په یاده نښته کې یې ۱۵ سرحدي سرتېري وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي.




































