د ۱۲۹۸ لمریز کال د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د اعلان ورځ ده. د تېرې زمري میاشتې له ۲۸مې پوره ۹۹ کاله دمخه په همدې ورځ د خپلواکۍ د بېرته اخیستو اعلان نه یوازې افغانانو ته ډېر ارزښت درلود؛ بلکې د اسیا ځینو هېوادونو ته هم الهام بخښونکی و.
دا اعلان د انګرېزانو په اسیايي مستعمرو کې د ازادۍ غوښتونکو حرکتونو لپاره یوه پیلامه وه.
۹۹ کاله مخکې، امان الله خان د زمري په ۲۸مه د راولپنډۍ د سولې تړون له توشیح کېدو وروسته، په دې ورځ د هېواد ازادي ونمانځله او له افغانانو یې وغوښتل چې تر دې وروسته به دا ورځ د هېواد په تاریخ کې د ملي ورځې په توګه نمانځي.
افغان تاریخ پوه میر غلام محمد غبار په خپل اثر “افغانستان در مسیر تاریخ”کې لیکي: “د فبرورۍ په ۲۴مه، د کابل خلک او د پلازمېنې لښکر د مرادخاني میدان کې راغونډ شوي وو. امیر امان الله خان سپور په داسې حال د خلکو ګڼې ګوڼې ته ننوت، چې توره یې پر ډډې راځړېدله. همدلته یې مشهوره او تاریخي وینا وکړه. هغه د افغانستان بهرنۍ خپلواکي او په هېواد کې د ننه د فردي ازادۍ اعلان وکړ. د برابرۍ، د ولس د ازادۍ، عدالت تامینولو او د نوي دولت د رښتینولۍ په اړه یې خبرې وکړې. د خلکو له ګڼې ګوڼې د خوښيو او مبارکیو شور او زوږ راپورته شو.”
شاه امان الله د ۱۹۱۹ میلادي کال د اپرېل په ۱۳مه، د کابل دربار کې په داسې حال کې وینا وکړه، چې د انګلیس سفیر هم په مراسمو کې حاضر و. ډبلیو اډک په خپل کتاب “د افغانستان سیاسي اړیکو تاریخ” کې د دې وینا یوه برخه داسې راخیستې: “ما خپل ځان او خپل مملکت له کورني او بهرني پلوه بشپړ ازاد او خپلواک اعلان کړ. تر دې وروسته زموږ هېواد، د نړۍ د ټولو دولتونو او قدرتونو په شان ازاد دی او هېڅ ځواک ته د سر د یوه وېښته هومره اجازه نه ورکول کېږي، چې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او که چا دا کار وکړ، غاړه به یې په دې توره ووهم.”
بیا یې د انګلیس سفیر ته مخ ورواړاوه او ویې پوښتل: “څه مې چې وویل پرې پوه شوې؟”
د انګلیس سفیر په احترام او تعظیم ځواب ورکړ: “هو، پوه شوم”.
هغه له پلازمېنې نیولې تر ولایتونو پورې د ښوونځیو او عصري علومو د تدریس د بنسټ په اېښودو سره، د هېواد په لروبر کې د علم او پوهې څراغ بل وساته. د ښځو د زدکړې او تحصیل خوندیتوب په موخه یې دوی ته ځانګړی پام وکړ او ښځینه ښوونځي او ښځینه روغتون یې جوړ کړ.
شاه امان الله د پرمختګ په موخه په هېواد کې ځینې ټولنیز بدلونونه راوستل، چې د ملي یووالي د بنسټ اېښودل یې په سر کې وو. همدارنګه، د افغانستان اساسي قانون یا “اساسي نظامنامه” یې طرح او تصویب کړ.
دا اساسي قانون په ۱۳۰۱ لمریز کال په جلال اباد کې د ۸۷۲ کسیزې لویې جرګې په پایله کې، چې مشري یې خپله امان الله خان کوله، تصویب شو او لومړی ځل افغانستان په خپل څو زره کلن تاریخ کې د لوړو انساني حقونو پر بنسټ د اساسي قانون څښتن شو.
په عامه حقونو فصل کې د برابرۍ، اصولو، شخصي ازادۍ، د اسارت او غلامۍ لغوه کولو، د مطبوعاتو او ازادۍ او د شخصي ملکیت حق ته انعکاس ورکړل شوی و.
همدارنګه، د استوګنې مصونیت او د شتمنۍ د مصادره کولو منع کېدو، د بېګار، ربړونې او د ناقانونه مجازاتو لغوه کولو ته هم ځانګړی پام شوی و.
دا اساسي قانون په افغان ټولنه کې انقلابي و، نه یوازې د دې لپاره چې د وګړو پر مدني حقونو اعتراف وکړي او د دولت سیسټم منظم او د کابینې اصلي مسوولیت مشخصوي، بلکې همداشان په دې خاطر چې د پاچا واک محدود او د قانون تابع ګرځوي.
(افغان پاچا) کتاب تازه پښتو ژبې ته ژباړل شوی، د کتاب لیکوال محمدحسین خان او پښتو ژباړه یې میراحمد یاد کړې ده. یاد کتاب د شاه امان الله خان د ژوند، سیاسي لید، له هېواد سره د بې سارې مینې او د هېواد د ابادۍ په اړه جالبې خبرې لري.
مینه وال کولای شي یاد کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت تر لاسه کړي.