اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو په اولسمه غونډه کې د ګډون لپاره تاجکستان ته تللی دی. د اجراییه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون وویل، په دغه دوه ورځني سفر کې یو شمیر افغان چارواکي هم د اجراییه رییس ملتیا کوي او عبدالله به د افغانستان په استازیتوب په دغې غونډه کې وینا وکړي. نوموړي، له تروریزم سره ګډه مبارزه، د سیمه ییزو همکاریو پراختیا، د سوداګریزو اړیکو زیاتوالی او د افغانستان په مالکیت او رهبرۍ د افغان سولې له بهیر څخه د سیمې د هیوادونو د ملاتړ راجلبول او ټاپي په څېر لویې پروژې نور هغه مسایل یاد کړل، چې اجراییه رییس به ورباندې د شانګهای په غونډه کې خبرې کوي. تمه ده، چې عبدالله به د شانګهای د غونډې په څنډه کې د تاجکستان له لومړي وزیر، د روسیې، چین، قزاقستان، قرغیزستان، بلاروس او هند له یو شمیر لوړپوړو چارواکو سره هم دوه اړخیزې لیدنې وکړي.




































