د امریکا د دفاع پخوانی وزیر جېمز مټیس وایي چې پاکستان د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد دی. مټیس په خپل نوي خپور شوي کتاب کې د پاکستان د اټومي وسلو او په پاکستان کې د سخت دریځۍ د زیاتېدو په اړه څرگندونې کړې دي او پاکستان یې د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد بللی دی. د امریکا د دفاع پخواني وزیر جېمز مټیس د نیویارک د سټینفورډ په پوهنتون کې د یوې مرکې پر مهال د خپل کتاب په اړه وویل چې دغه کتاب یې په پوځ کې د څلوېښتو کلونو د خاطرو او تجربو پر اساس لیکلی دی. نوموړی په خپل کتاب کې د پاکستان په اړه لیکي چې دغه هېواد تل دا فکر لري چې افغانستان کې یو پاکستان پلوه حکومت درلودل به په سیمې کې د هند د نفوذ مخنیوی وکړي.





































