د راپورونو له مخې د اسراییلي پوځ له لوري پر غزي هوایي بریدونه شوي دي. ویل کېږي چې دا هوایي بریدونه د اسراییلي پوځ بې پیلوټه الوتکو کړي دي چې له امله یې مرګ ژوبله هم رامنځته شوې ده. د مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي. د اسراییل پوځ ویلي دا بریدونه یې وروسته له هغه کړي دي چې د غزې لخوا د دوی پر پوځي اهدافو څو توغندي وتوغول شول. د پوځ په وینا د دوی له لوري په شوي هوایي برید کې دوه پوځي جزوتامونه شامل دي چې په بشپړه توګه له منځه تللي دي.





































