د هند لوړپوړي امنیتي چارواکي وایي چې پاکستان هڅه کوي په زیات شمېر ترهګر کشمیر ته ولېږدوي څو په دې سیمه کې ستونزې جوړې کړي. د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوال ویلي، کابو ۲۳۰ ترهګر چمتو کړل شوي څو د کشمیر بېلابېلو سیمو ته د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو لپاره واستول شي. دوال دغه راز زیاته کړې، په زیاته اندازه وسله هم کشمیر ته قاچاق شوې او د کشمیر خلکو ته ویل شوي چې ستونزې جوړې کړي. هغه زیاته کړې دا معلومات یې د ټلیفوني یا راډیویي خبرو د څار او د ځمکنیو استخباراتو له لارې تر لاسه کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تر دې وړاندې هم د ورته فعالتونو پر کولو تورن شوی خو یاد هېواد بیا دا تورونه رد کړي دي.





































