د امریکا د پراختیا نړیوالې ادارې یا (یو اېس اې ای ډي) په باهاما ایالت کې د توپان له امله اوښتی زیان د اټم بم له تاوان سره پرتله کړی. ددغه ادارې سرپرست مارک ګرین ویلي، د الوتکې په مټ یې په ګرند باهاما او اباکو جزیرو کې د توپان له امله رامنځ ته شوې ویجاړۍ کتلې دي. د څو ورځني توپان له امله تر اوسه د ۴۳ کسانو د وژل کېدو خبر تایید شوی دی او تمه کیږي چې دا شمېره لوړه شي. د امریکا د پراختیا نړیوالې ادارې سرپرست رویټرز خبري اژانس ته ویلي، داسې ښکاري لکه پر دې سیمه چې اټوم بم غورځېدلی وي. دده په خبره د توپان له امله د یوه نسل خواري او فعالیتونه له خاورو سره خاورې شوي دي.





































