له حزب الله ډلې سره تړلې المنار شبکې د لبنان پولو ته څېرمه د یوې اسراییلي الوتکې د نسکورولو خبر ورکړی دی. المنار شبکې د دې خبر پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې دوی به د اسراییل پر ضد هر ډول عملیات دوامداره وساتي. د یادې ډلې د اعلان له مخې دا الوتکه چې د لبنان خاورې ته دننه شوې وه، د دوی د ځواکونو له لورې نسکوره شوې ده او همدا اوس د دوی په واک کې ده. اسراییل که څه هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو ایراني رسنیو د دې الوتکې انځورونه خپاره کړي او زیاته کړې یې ده، دا الوتکه د لبنان رامیه ښار ته روانه وه چې د حزب الله ډلې له لورې په نښه شوې او را نسکوره کړل شوې ده.





































