د جنوبي کوریا چارواکو ویلي چې شمالي کوریا نن سهار دوه نوي توغندي توغوولي دي خو د نوعیت په اړه یې معلومات نشته دي. دوی وایي چې شمالي کوریا د خپلو توغندیو ازمویلو ته ادامه ورکړې ده او دا مسئله د رامنځ ته شویو هوکړو مخالف کار دی. شمالي کوریا له امریکا سره ژمنه کړې وه، چې توغندي به نه ازمويي او د نورو توغندیو د جوړونې لړۍ به په ټپه دروي. دغه هېواد کابو هره اونۍ نوي توغندي جوړوې او د جاپان د اوبو په لور یې توغوي. امریکا بیا وايي شمالي کوریا هغه توغندي ازمويي چې ددوی ترمنځ موافقاتو کې بحث نه دی ورباندې شوی.





































