د شمالي کوریا چارواکو ویلي چې له امریکا سره د دغه هېواد د اټومي پروګرام په اړه خبرو ته چمتو دي. د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال چوسان هوې ویلي، د شمالي کوریا د اټومي پروګرام په اړه له امریکا سره خبرې د روانې میاشتې په وروستیو کې یوازې هغه وخت پیل کېدای شي چې واشنګټن له نویو وړاندیزونو سره د خبرو مېز ته حاضر شي. نوموړې په یو بیان کې زیاته کړې، که امریکا شمالي کوریا ته قناعت ورنه کړي نو د دواړو هېوادونو ترمنځ تړونونه ختمېدلی شي. هغې ویلي، دوی د خپل اټومي پروګرام پر سر له امریکا سره خبرو ته په کافي اندازه وخت ورکړی دی. لویديځي رسنۍ وایي، شمالي کوریا له امریکا غوښتنه کړې ده چې امنیتي ضمانت ورکړي او پر پیونګ یانګ دې بندیزونه راکم کړي. امریکا تر اوسه د پیونګ یانګ وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی.





































