وسله وال طالبان وايي، د سره صليب نړيوالې کمېټې له مشرانو سره تر بحث وروسته يې پرېکړه کړې چې دغه کمېټه دې خپل فعاليتونه بېرته پيل کړي. وسله والو طالبانو نږدې دوه مياشتې مخکې له خپلو بنديانو سره د نه همکارۍ له امله له نړيوال سره صليب سره امنيتي همکاري لغوه اعلان کړه. د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ویلي، دوی د خپلې پاليسۍ له مخې په هېواد کي د خير ښېګڼې ټولو هغو مؤسساتو ته د فعاليت اجازه ورکوي چې د افغانستان مظلوم او جګړه ځپلي ولس ته په ځانګړي ډول د جګړې متضررينو ته له سياسي ملحوظاتو پرته د نړيوالو بشري اصولو پر اساس انساني مرستي رسوي. سرچينه کاږي، دغه مؤسسات بايد د خپلو قوانينو په رڼا کې خپلې مرستې په داسې ډول تنظيم کړي چې د غير ضروري او نمايشي مصارفو پر ځای د خپلو مرستو تمرکز پر ډېرو محتاجو کسانو وکړي. له بلې خوا طالبانو په يوې بلې خبرپاڼه کې له ټولو مرستندويه ادارو څخه غوښتنه کړې چې د هېواد وچکالي ځپلو ځايونو ته په لنډ وخت کې خپلې مرستې ورسوي.



































