د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، هند او پاکستان یې ملګري هېوادونه دي او دی تیار دی چې ددواړو لورو ترمنځ د اړیکو په ښه کولو کې منځګړیتوب وکړي. دده په خبره په وروستیو ورځو کې د کشمیر پر مسئله ناندرۍ راکمې شوې دي، خو بیا هم ددې اړتیا ده چې د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې ښې کړل شي. ټرمپ ویلي که پاکستان او هند ترې وغواړي نو دی تیار دی چې په دې مسئله کې منځګړی شي. هند تر دې وړاندې ویلي چې کشمیر ددوی کورنۍ مسئله ده او د بل هېواد لاسوهنه نه غواړي، خو پاکستان بیا د ټرمپ د څرګندونو هرکلی کړی دی.































