د روغتیا نړیوال سازمان وایي په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې په ایډز د اخته کسانو په شمېر کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی. راپور وايي چې په ۲۰۱۰ کال کې په پاکستان کې ۶۷۰۰۰ کسان په ایډز اخته وو خو روان کال دغه شمېر ۱۶۷۰۰۰ کسانو ته رسېدلی دی. د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې لا هم دغه مرض په پاکستان کې د پراختیا په حال کې دی او ښايي زرګونه کسان نور هم ورباندې اخته شي. د پاکستان حکومت ددغه مرض پر وړاندې په مبارزه کې ناتوانه دی.





































