د سعودي عربستان حکومت د یوې بیانیې په خپرولو سره د فلسطین د لویدیځې اشغالې برخې د الحاق په اړه د نتانیاهو وروستۍ څرګندونې غندلې دي. سرچینه کاږي، د نتانیاهو دا څرګندونې ډېرې خطرناکې، پارونکې او د نړیوالو قوانینو د نقض په مانا دي. ریاض ټینګار کړی دی چې د اشغالي سیمو د بېرته ګرځولو پرته په یاده سیمه کې هیڅ ډول سوله نه شي راتللې او په دې اړه یې د اسلامي هېوادونو د بهرنیو وزیرانو په کچه د یوې بېړنۍ غونډې غوښتنه هم کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د اسراییل لومړي وزیر په خپلو وروستیو څرګندونې کې ویلي چې که بیا ځلې واک ته ورسېږي نو د فلسطین اشغالي سیمې به د خپلې خاورې برخه وګرځوي.





































