د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر ایران تور پورې کړی چې د اټومي انرژۍ له نړیوال اژانس سره په بشپړه توګه همکاري نه کوي. دده په خبره د ایران دغه چلند د نااعلان شویو اټمي موادو او فعالیتونو په اړه پوښتنې راولاړوي. دده په خبره دا چې ایران له یادې نړیوالې ادارې سره همکاري نه کوي، په دې مانا ده چې غواړي څلوېښت کلن دروغ پټ کړي. پمپیو یو ځل بیا ټینګار کړی چې امریکا به پر ایران ټولې هغه لارې وتړي چې دغه هېواد اټومي وسلو ته رسوي. پامپیو داسې مهال په دې اړه خبرې کوي چې واشنګټن غواړي نور هېوادونه هم وهڅوي څو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په درشل کې پر ایران فشارونه زیات کړي.





































