امریکا د سپټمبر د ۱۱مې پېښو پر موقع د پاکستاني طالبانو د مشر نورولي محسود نوم د نړیوالو ترهګرو نوملړ ته اچولی او پر یو شمېر نورو ترهګرو او د هغوی پر ملاتړو یې د نویو بندیزونو لګولو اعلان کړی دی. د یاد هېواد د خزانې وزارت په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې دا نوي بندیزونه یې د حماس، د ایران د سپاه پاسدران ځواک په ګډون پر القاعده او د داعش ډلې پر پنځلسو مشرانو لګولي دي. بیان کې دغه راز راغلي، دا بندیزونه یې د ولسمشر ټرمپ د یو تازه حکم له مخې پر یادو کسانو لګولي. د بیان له مخې، د ټرمپ دا حکم د دوی واکونه نور هم پیاوړي کوي چې له امله به یې د ترهګرو ډلو او د هغوی د ملاتړو او مشرانو پر ضد نور کوټلي ګامونه هم واخیستل شي.





































